...

عبدالقادر خان خټک

نن په خوا راغله ماه رُويه، سمنبره، سُنبل مويه
 سمنبره، سُنبل مويه نن په خوا راغله مُهرويه

وې یې «مه مې ځه له کُويه، چې ذليل بې قدره نه شې»
 چې ذليل بې قدره نه شې، وې یې مه مې ځه له کويه

که له ما دې عاشق بويه، بې له ما به بل نه ګوري
 بې له ما به بل نه ګوري، که له ما دې عاشق بويه

د عشق چار هر ګوره لويه، سربازان دي چې یې اخلي
 سربازان دي چې یې اخلي، د عشق چار هر ګوره لويه

صفت شي د ګل له بويه، د سړی له ښه خصلته
 د سړی له خصلته، صفت شي د ګل له بويه

دريغه دريغه بده خويه، ته يو څرنګ بد غليم یې
 ته يو څرنګ بد غليم یې، دريغه دريغه بده خويه

د توبې له شست وشويه، مکدر خاطر صفا کړه
 مکدر خاطر صفا کړه، د توبې له شست و شويه

سحر غږ وخوت له جویه، لاړو بېرته به رانه شو
 لاړو بېرته به را نه شو، سحر غږ وخوت له جويه

څه حاصل له ګفتګويه، عمل کړه عبدالقادره!

 عمل کړه عبدالقادره! څه حاصل له جستجويه