...

عبدالقادر خان خټک

اې زما خاطره ترک هوا هوس کړه
 د عقبی د تلو سامان په هر نفس کړه

د دنيا له خوا نه هيڅوک ماړه نه شول
 په دې خوان دې ډېر څه وخوړل نور بس کړه

مقدم دې تل په دين د دنيا کار و
 اوس د دين کارونه وړاندې دنيا پس کړه

ملامت په خپل ځان کړه په هيچا مه کړه
 تا پخپله ولې مينه په ناکس کړه

د عسس ويره هغه کړه چې پردي خوري
 خپل خورو به کله ويره د عَسس کړه

خس ته هم په خوارو سترګو نظر مه کړه
 ما په سترګو ليده، سترګه ړنده خس کړه

چې دوزخ دوزخ ياديږي دوزخ نس دی
 و دوزخ و ته روان وګړي نَس کړه

چې یې ما و ته پېغور کاوه د مينې
 هغو لا درباندې مينه يو په لس کړه

قافله د عشق منزل ته پوشيده تله
 برهند و خاصو عامو ته جرس کړه

ځوانمرد مې پوښتيېده له ځوانمردۍ یې
 وې یې «عفوه په هنګام د دسترس کړه»

که لایق عبدالقادر د صافو نه دی

 څو قطرې ور عنايت د خم بکس کړه