...

عبدالقادر خان خټک

ډېر مې ولیدل په سترګو ګور باغونه
 د فلک په ګردشونو شول داغونه

نمر سپوږمۍ یې پليته په لاس نيولې
 په وار وار ږدي په سينو باندې داغونه

ډک جامونه د حسرت د ندامت څښي
 چې یې تل نوشل د میېو اياغونه

د لحد تياره په شمع د انصاف ځي
 پکار نه دي په هاتيانو چراغونه

فراغت ساقي ولجه دی پياله راوړه
 جهان نه پريږدي تل چا ته فراغونه

هغه باغ چې تل مأوی وو د طوطيانو
 اوس یې ګوره چې پرې ګشت کاندي زاغونه

څښه شراب د محبت عبدالقادره!

 څو لا ستا د خاورو نه دي ساز جامونه