...

عبدالقادر خان خټک

نندارو لره راځي چې پسې ځونه
 په اختر به زلمي جونه کا سيلونه

ته به وایې مخ یې ګل د پيغمبر دی
 چې یې ډمه په مخ ووهي خالونه

چې په سيل د بهار د ګلو ګرځي
 زلمی ګل په دستار ږدي په وربل جونه

ځنې دواړه زلفې ډکې کا په ګلو
 څوک په غاړه کا د سرو ګلو هارونه

سره او زيړ نمري اغوستي ګلرخانو
 ته به وایې سروې ونيول ګلونه

چې ګلونه ټولوي سندرې وایي
 شرمنده کا د بلبلو آوازونه

درست صحرا په خوشبویي سره خوشبو کا
 په هغه مزکه چې کيږدي قدمونه

په خندا خندا تړي دستې د ګلو
 استوي و خپل خپل يار ته پيشکشونه

چې له سيله راروانې شي و کور ته
 ګل لمن، بلبل یې نيسي استينونه

چې له هسې نندارو نه ځان وباسې
 شيخه ورک شه ستا بې وخته خلوتونه

که ديدن د ښایسته وو پکې نه وی
 چا به څه کړه اته واړه جنتونه

که آواز دی که ديدن د روح خوراک دی
 نفساني دې باندې نه کا غرضونه

تېر شو وار عبد القادره را به نه شي

 که ژړا کړي که فرياد کړي که آهونه