...

عبدالقادر خان خټک

نازپروره چې په غاړه کا هارونه
 په سينه یې د ګل وشي پرهارونه

ته په وایې په ګلابو شبنم پريوت
 چې له قهره یې خولې شي رخسارونه

که يوځل چرې غلط شم توبه وۍ مې
 په ورځ سل غلطۍ کړي نه یې شمارونه

ما به تل د يار تلي کيښول په سترګو
 که مې نه درلي باڼه لکه خارونه

په ليدل د ښایسته غزل انشا کړم
  عندليب په ګلو کاندي چيغارونه

د لبانو جړې هم ورڅخه شته دي
 که یې دواړه تورې زلفې دي مارونه

په هيڅ ځای باندې یې ګوتې ايښوی نشي
 دغه دوه سترګی دې لا وي کټارونه

راغی وار دې تا د تلو عبد القادره!

 په وار وار يارانو تير کړه خپل وارونه