

عبدالقادر خان خټک
مونږ
ته برناحق عالم وایې پندونه
په خپل عقل هر سړی کا انندونه
د
نور چا په مونږ څه کار چې امتناع کا
که د يار په مينه سر و مال ښندونه
محبت
لکه درياب په زړه راوخوت
د درياب په مخ کې څوک تړي بندونه
د
پيوند په پرې کولو فقيري شي
نه په دا چې ځبله کيږدي پيوندونه
بې
اختياره ورکاوه شي زړه و کښليو
نه دا کار په مصلحت شي په پندونه
بهیمه په خوراک شخوند کا، د سړيو
د خبرو په معنو بويه شخوندونه
چې ژويه شي ستا بيان عبدالقادره!
په رنګ رنګ ترې پيدا کيږي نور خوندونه