

عبدالقادر خان خټک
رایشه
چې رایشي ښادي زما په خونه
مه درومه چې نه درومي زما په زړه سيخونه
نه
ګوري که وګوري احوال به مې معلوم شي
ځي چې ځي په مخ زما د سرو وښکيو ورخونه
مه
خانده چې نه خاندي په ما پورې اغيار سره
مه کړه په ما مهر که ډار کوې له خونه
نه
وينم چې نه وينم دلبر جهان په سترګو
مه لیدی چې نه ليدی هرګز کښلي مخونه
کېنوي چې کیني ګرد غبار د غم له دله
شي چې نشي دا په بېدلانو شواخونه