...

عبدالقادر خان خټک

زړه مدام راته ویل کوي چې ژاړه
 په ژړا ژړا بېل شوی میېن غواړه

په طلب یې د دنيا وداني پريږده
 ليونيو غوندې ګرځه په اوجاړه

مصلی د بې ننګي ورپسې لنګ کړه
 د ناموس پروا یې مه کړه ویې نغاړه

يار زما د سترګو تور پرې ګرځېدمه
 په هجران مې یې له سترګو رڼا لاړه

ښایسته که د کشمير که د بل ملک وي
 تر يوه باڼه قربان شه د يار، واړه

د مکې زنځير دې نور نيسي په لاس کې
 ما نيولی دی د يار زلفینې دواړه

په خواري موندی شي کام له سنګدلانو
 په محنت سره سره زر خيژي له کاړه

که رضا دې ده زما په سرلویۍ کې
 په خندا خندا راځه په لکه غاړه

تل د يار په سترګو مست عبد القادر دی
 که نور مست دی له شرابه يا له تاړه