

عبدالقادر خان خټک
د
همه بديو سر بد آزاري ده
هومره جور ظلم مه کوه زاري ده
چې
په بدو نیکي کاندي مرد هغه دی
په نيکي چې نيکي کاندی خر خاري ده
تا
په سترګو زما خوب له سترګو يووړ
بيا ویل کړې چې د څه دې بيداري ده
ساقي
هومره شراب را چې تمام مست شم
تر نيمګړې مستي بِهه هوښياري ده
يو
زمان مې به له ځانه يار بېل نه کړ
ولې څه کړم لاس مې نه رسي خواري ده
قراري
آرام دې کا چې په زړه روغ وي
په نصيب د خوږو زړو ناقراري ده
هره
شپه را سره مل وي په هجران کې
ستا تر خيال پورې زما شرمساري ده
چې
یې مومي پرهيز کاندي له کښليو
رامعلومه د زاهد پرهيزګاري ده
په
ساتل د خوږو زړونو نه پوهيږي
د زړه ځور د نادان کښلي ياري ده
خدای دې روغ عبد القادر ورځنې نه کا
چې یې ستا له سترګو شوې بيماري ده