...

عبدالقادر خان خټک

د مردانو هغه شته چې دې تا نشته
 وايه مه چې زما نشته د چا نشته

سترګور به څه باور پرې باندې کاندي
 که ړانده نارې وهي چې رڼا نشته

د سبا په حال غونچې د نوبهار زده
 د خزان وهلي وایي سبا نشته

د دنيا زامن په خوی د خپلې مور دي
 بېوفا دي پکې بوی د وفا نشته

په منکر باندې لېوه په ما يوسف یې
 په دوه کونه دې مخ دلتا نشته

ستا په بوی چې همګي ړانده بينا شول
 ستا له بوی بې يعقوبه آشنا نشته

وایي خار و خس جارو کړه چې زه درشم
 خار و خس خو به هم زه يم بې ما نشته

هر سحر سترګې د ګل په وښکيو پُر وي
 په دا باغ کې بې ژړلو خندا نشته

هيڅ اندوه د ځای ځایېږي ورسره نه وي
 درست جهان د هغو ځای چې یې جا نشته

که طلب د کيميا کړي ګندی بيامومي

 په دا وخت عبد القادره رښتيا نشته