

عبدالقادر خان خټک
چې
ژوندون د دې جهان جاویدان نشته
په هر حال کې چې ګزران شي ارمان نشته
نوم
یې ځکه د جهان په جهان کيښو
جهنده دی قراري یې زمان نشته
چې
هغه له زيانه خلاص تمامي سُود شو
چې په زړه یې غم د سُود او د زيان نشته
د
هر خان چې نه ډوډۍ وي نه یې توره
ښه جواب یې دربان وکا چې خان نشته
که
حاسد مې په زوال د نعمت ګرځي
څه مې کيږي ترې مې ويره چندان نشته
په
ژړا که تور د سترګو سپين کړم ښایي
د يارانو نښې وينم ياران نشته
ځان هاله عبد القادره چې جانان وی
په صورت باندې ځان بار چې جانان نشته