...

عبدالقادر خان خټک

چې دلې هورې د مرد پرده پوشي ده
 خاموشي ده، خاموشي ده، خاموشي ده

په سبا به حقيقت درته معلوم شي
 چې نن شبه دې تاله چا هم آغوشي ده

په کوشش چې نه زياتيږي ځایي بخرې
 سکه بهتره و سړي ته کم کوشي ده

کله لب په لب د يار کله په جام ږدي
 هسې رنګ د نيک بختانو مۍ نوشي ده

په قيامت به له قيامته خبر نه شي
 چې یې ستا له سترګو شوې مدهوشي ده

چې یې يار په هر ساعت په هره ساه یې
 له هغو نه ولې ستا فراموشي ده

تر ناقصه هوښيار یې عبد القادر ته

 په سل زر مرتبې بهه بې هوشی ده