

عبدالقادر خان خټک
محبت
دې چې د چا په زړه محکم شه
هم هغه په حقیقت کې ستا صنم شه
په
دا لاره تله په سترګو په تندي شي
ځکه پاتو د ناقص ځنې قدم شه
چې
هر دم یې پرې کوی د عمر ونه
په مثال لکه آره د سړی دَم شه
کشکی
ما مِهر د يار ليدلی نه وی
په هجران کې یې هر مهر راته غم شه
چې
ژوندی پرې ګرځيدم د آشنا درد و
اوس پوهيږم و به مرم چې درد مې کم شه
کج
و راست پخپل ځای واړه زيبایي کا
د دلبر وروځې کږې قامت یې سم شه
چا یې
شمار نه کړې حلقې د تورو زلفو
په فکرت یې ډېر وګړي پسی خَم شه
چې په هجر کې یې و نه مري لا پایي
په تحقيق عبدالقادر تر ياره ګرم شه