...

عبدالقادر خان خټک

چې د بخرو ويش په ورځې د ميثاق شه
 د چا وصل په نصيب د چا فراق شه

د آشنا له لوريه خط را لره راغی
 بيا مې اور په زړه تازه د اشتياق شه

خدايه! نور د يار بيلتون راښکاره نه کړې
 د زړګي قوت مې کم طاقت مې طاق شه

هر محنت چې یې په عشق کې وو څکولی
 هم هغه سبب د قرب د عشاق شه

د ليدو لذت یې څو دی نه پوهيږم
 چې په ياد مې یې دا هسې خوږ مذاق شه

چې د نس په نغښته درومي زړه آزار کا
 و دوزخ و ته تيار شي هغه عاق شه

د عقبی د ناوې عقد ځکه ګران دی
 چې یې مهر هم د دې ناوې طلاق شه

ځان او زړه عبد القادر در له يار يووړه

 نور حساب به ځنې څه غواړې بې باق شه