

عبدالقادر خان خټک
چې
پيدا دی هر محنت په دا دنيا څه
په جهان تر بيلتانه نشته بلا څه
هغه
دَم چې دوه میېن سره بيليږي
که باور کړې نور به سخت نه وي تر دا څه
يو
زمان تنها له خلقه راته کېنه
چې یې ووايم، لرم ورته پخوا څه
چې
دا هسې نن خبرې په ناخوال کړې
چا بد خواه درته ویلي دي له ماڅه؟
هيڅ
باور یې په وعده باندې مه کړه
ښایسته څه، په وعده باندې وفا څه
بيهوده
د ګلو پاڼې خوري نه دی
په رموز ورته ویلي دي سبا څه
د
رقيب خبرې مه کوه و ما ته
څه غرض زما په ده، د ده په ما څه
سر درلود یې، عبد القادر تر تایې ځار کړ
خدای دې نه کا چې به دريغ لري له تا څه