...

عبدالقادر خان خټک

مخ لکه آفتاب و خپل میېن ته ځلوه
 زړونه د غمازو لکه موم پرې ويلوه

ستا ترخه ویل په ما خواږه لګي تر قندو
 بې له ما مشتاقه یې په بل مه څکوه

ګوري و آسمان ته هيڅ نظر نه کا و پښو ته
 ډير په کبر درومي خدای یې مه درغلوه

ډيری کښلې جُونه ما ليدلې دي په سترګو
 ړوند دې شم که تا غوندې په حسن بلوه

زور د غاښو مه کړه مخ یې صاف تر آیېنې دی
 زخم به پرې وشي په ورو ورو یې کښلوه

عمر مې به کم شي که یې تار د زلفو کم شي
 فهم کړه اې ډمې! ږمنځ پرې ورو ورو چلوه

لار تر مينځه بند شوه هيڅ ادراک د ورتلو نشته
 اوس د يار په لور قاصده د وښکيو زغلوه

ګل دی د مقصود د باغ که زړه دی چې غوړیږي
 تل سحر سحر شبنم د وښکيو تلوه

زړه یې چرې نه وي رقيبان له تا نه تور کا
 يو زمان له ځانه خپل دلبر مه بيلوه

دا غزل جواب د خان د هغه غزل کيږي
 خدای له خپله ياره نه هيڅ يار مه بيلوه

پريږده چې پتنګ غوندې پرې وسوزي ځان خلاص کا

 څراغ د مخ ښکاره عبد القادر ته بلوه