...

عبدالقادر خان خټک

چې یې رنګ په رنګ د کښليو د رخسار شه
 په ګلونو کې ګلاب ځکه آبدار شه

چې تشبيه یې ستا له قده سره وشوه
 سربلند په نورو ونو کې چنار شه

که طالع د عاشقانو تور نه وی
 تور وربل یې په مخ ولې تار په تار شه

په عاشق به یې همېش جور وستم کړ
 ښه چې تير د ښایسته د ښایست وار شه

چې له عمره یې پر نور وګړی وخوري
 هم هغه له خپله عمره برخوردار شه

هيڅ منت د بل ريبار په ما بار نه دی
 عشق زما او د معشوق ترمينځ ريبار شه

اوس دې ځان وغم ته ساز عبد القادر کا

 چې د درست جهان بدخوی و، د ده يار شه