

عبدالقادر خان خټک
چې
له خپله آشنا نه لري ګيله
له نور چا نه به په څه لري ګيله
نه
عارف د چا په ښو شکرګزار دی
نه په بدو د دښنه لري ګيله
انګوري
ترخه شراب ور لره بويه
ميخواران له ګبينه لري ګيله
چې
بی تا یې غړوم د بل و مخ ته
په دا خوی له ما ليمه لري ګيله
هيڅ
ايسار یې پکې نه وکړ ترې پريوت
له ناوکه مې یې زړه لري ګيله
چې
جارو مې ستا د در و خاوره نه کړه
ډېر له ما زما باڼه لري ګيله
بد
و بد ته ښه ښکاريږي ښه و ښه ته
ښه له بده، بد له ښه لري ګيله
ښه که سر یې ترې قربان عبد القادر کړ
بيا ترې ولې يار له ده لرې ګيله