...

عبدالقادر خان خټک

مه شه خوښ د بادشاهۍ په تخت ختلو
 همېشه یې غم کوه د پرېوتلو

هغه ليندۍ ورته ناست، لينده څکولی
 چې هاتی یې سر و تيرځي له ويشتلو

هر دنيا پردی به سکور دې تا دځان شي
 دا چې اوس یې خوښي کړې په اخستلو

چې یې اوس کړې په مظلومو رډې رډې
 غافل مه شه د دې سترګو د وتلو

چې پيشه یې همېشه دل آزاري وي
 د هغو مخونه نه دي د کتلو

ځکه تل کړې په زر دوزو جامو کبر
 چې غافل یې د کفن له اغوستلو

د اجل د سپرو تخت ناګهاني ده
 په هيڅ کور یې نه خلاصيږي له نتلو

چې د باز وزر دې جوړ و ښکار دې نه کړ
 د کور پَر نه وی قوت د الوتلو

هغه زړه عبد القادره چې مُرده وي
 په ګوګل دننه نه دی د ساتلو