...

عبدالقادر خان خټک

نه پوهيږم مخ یې ګل دی يا لاله دی، ياسمن
 يا جل شوی په يوځای ګل لاله دی، نستران

دا یې خوله ده که غونچه ده، که ميم کښلی په سرخي دی
 دا یې سترګې که نرګس دي، که هوسۍ ده د ختن

دا یې زلفې که سُنبل دي، که ښامار په چندڼ زوړند
 دا هلال دی که لينده ده که آبرو د سيمين تن

دا یې شونډې دي که لعل يا ياقوت دي که مرجان دی
 سيب دی دا که ناشپاتۍ ده، د بخت ستوری که د تن

دا ويښته دی که یې ملا ده، که زما د خاطر فکر
 دا یې قد که صنوبر دی، که چنار سروه چمن

دا شراب دي په پياله کې، که باده د ځيګر وينې
 دا کباب په اور ورتيږي، که د زړه مۍ شي سوختن

دا ثنا شي د ګوهرو که د مشکو د عنبرو

 که صفت عبدالقادر کا، د خپل يار نازک بدن