

عبدالقادر خان خټک
مهر
زما دخپل صنم، مه شه زما له عُمره سم
مه شه زما له عمره سم، مهر زما د خپل صنم
غواړه
ګرځه عرب عجم نشته، زما د يار نشان
نشته زما د يار نشان، غواړه ګرځه عرب عجم
واړه
په ما د يار ستم، شهد و شکر نبات لګي
شهد و شکر نبات لګي، واړه په ما د يار ستم
مژده
په ساسمن قدم، څرخ دې په کښيو پښو مه شه
څرخ دې په کښليو پښو مه شه، مژده په ياسمن
قدم
زلفې
په مخ کړه خم په خم، کښينه و ما ته مخ په مخ
کښينه و ما ته مخ په مخ، زلفې په مخ کړه خم
په خم
عمر
ګزر کا دم په دم، لويه ولجه دی دا زمان
لويه ولجه دی دا زمان، عمر ګزر کا دَم په
دم
وکړه په خوار خټک کرم، شمار یې په کُشته ګانو کړه
شمار یې په کشتګانو کړه، په خوار خټک کرم