...

عبدالقادر خان خټک

څه شو که ظاهر لب خندان لرم
 زړه د جدایۍ په اور بريان لرم

تور لوګی د خولې، وښکې د سترګو سرې
 دواړه په دا حال باندې ګواهان لرم

سيم و زر مې زړه د مخ غني يم پرې
 لعل او دُر د يار لب و دندان لرم

زړه مې د دلبري د جانان دی ځان
 زه خوله جهانه دل و جان لرم

لږ قهر چې وکړم هم اوبه شم ترې
 کله زه ناتوان د قهر توان لرم

څو پکې پراته دي د يوسف غوندې
 ډک له کښليو چاه د زنخدان لرم

هومره پرتې نه دې چې یې وشمارم
  ستا ګيلې په زړه چندان چندان لرم

کيست که اين حلقه بدر منيرند

 خوار خټک يم سر په دا آستان لرم