...

عبدالقادر خان خټک

چې له حاله د وګړي خبردار شوم
 له همه وو په زړه بيارته په وار وار شوم

ورځ په ورځ مېی له جهانه زړه سيريږي
 په درياب کې له دريابه همکنار شوم

چې پخوا عمر به ما پرې افتخار کړ
 په هغو واړو کارونو شرمسار شوم

ځان مې خلاص کړ د دلبرو له نازونو
 بس کړه ډېر یې د نازونو خريدار شوم

په تندي یې لاس څکوم له شفقته
 اوس مې ښکلی لکه زوی زه لکه پلار شوم

معنوی ښایسته غواړم که یې مومم
 صورتي د زړه زحمت و، ترې ويزار شوم

چې بې غمه نشته څوک عبدالقادره!

 ښه چې زه په غم د مينې ګرفتار شوم