

عبدالقادر خان خټک
چې
منظور د يار صفا جبين لرم
زړه په دا له نيک او بده سپين لرم
کام
ناکام زما په طبع برابر شو
په ترخو سره تل کام شيرين لرم
د
حسد له خويه هسې رنګه خلاص يم
عار راځي چې له شيطانه کين لرم
په
ویل وُچولی غم يوسم له غمژنو
که هر څونه خاطر حزين لرم
په ظاهر و ظاهربين و ته مقيم يم
په باطن براق د تلليو زين لرم
در
ریزي کړم په صفت د يار د لعلو
کلام ځکه هسې رنګ رنګين لرم
نسترن
د باغ زما په سترګو خار دی
چې په کور د يار د مخ نسرين لرم
په
خيال خيال په شيوه ځي په سترګو تته
تل په دا دعا آمين آمين لرم
که
په بخت عبد القادر نازيږم ښایي
چې دې تا غوندې نيازمن نازنين لرم