...

عبدالقادر خان خټک

تا چې زلفې په سپين مخ کړې خم په خم
 په خاطر باندې مې بيا ږدې غم په غم

عاقبت عاشق معشوق، معشوق عاشق شي
ښه چې زه او ته په عشق شو سم په سم

په معنی کې سخاوت نه دی امساک دی
 هر چې ورکړه ډېر په ډېر کا، کم په کم

لکه حُسن د دلبرې روز افزون دی
 هسې عشق زما زياتيږی دَم په دَم

که دې زړه دی چې د زړه غنچه دې وا شي
 وَروه له دواړو سترګو نم په نم

په هر ځای باندې چې کېنم لاله زار شي
 چې مې ډېر له سترګو درومي دَم په دَم

زما دَم د يار له دمه وابسته دی

 چا وې دا چې تاړه نشي دَم په دَم

هم په وير هم په سرور عبدالقادره!
 کور په کور د عشق نارې دي، چَم په چَم