

عبدالقادر خان خټک
په
خاطر کې هومره سوز لرم که آه کړم
اور به پورې په خرمن د مهر و ماه کړم
عشق
خلعت د غلامۍ د شاهي راکړ
له اوله یې بنده آخر یې شاه کړم
د
مخ نور یې لکه نمر د مخ حجاب شو
ښکلی مخ ته یې نظر په کوم نګاه کړم
هيڅ
عجب په باد کيښول د جهان نه دی
چې نظر پخپل وجود پخپله ساه کړم
هدايت به زما څرنګه څوک کاندي
چې په سمه لار کې خپل دليل ګمراه کړم