...

عبدالقادر خان خټک

چې تل هسې په هوس په بيغمي يم
 اقرار شوی د خپل عقل په کمي يم

آدميت که په سيرت و له ما لاړ شو
 آدميت که په صورت دی آدمي يم

که په فضل مې کار و سپاری غم نشته
 که په عدل مې سپاری جهنمي يم

د هجران په لمبو سوی يم فرياد کړم
 ما معذور لرې عالمه المي يم

اړمن چې لاس ور وړي ګوتې یې سوزی
 باشاه شوی زه د فقر په غمي يم

د معنو په ملک فارسي عرب نشته
 کوم نقصان که عرب نه يم عجمي يم

کله زه عبد القادر د شعر لاف کړم

 مرثی د تللو وایېم ماتمي يم