

عبدالقادر خان خټک
چې
میېن په پري وشه جانانه يم
ځکه سر لکه مجنون په ويرانه يم
نه
خپلوي له چا کوم نه می څوک خپل دی
په عالم کې له عالمه بېګانه يم
ظاهربين مې په ظاهر صورت غلط شو
په باطن په خاوره پټه خزانه يم
ځان
مې پاسه د پادشاه د سر په تاج دی
پريوتلی په ډيران کې دُردانه يم
د
دې بزم د مجلس ګرمي په ما ده
هم ساقي يم، هم شراب، هم پيمانه يم
په
سينه د خپل مقصود په لور شوريږم
په مثال د وزر سوی پيمانه يم
خرابات
دې خدای ودان لري تر ډيره
په ویل د ده له فيضه رندانه يم
بې
نائی کله آواز خيژي له نيه
واړه عشق يی ویوی زه بهانه يم
په ژوندون عبد القادره کور ويران کا
ډير په دا خصلت میېن د ديوانه يم