

عبدالقادر خان خټک
دا
ګمان له دله وباسه همدمه
چې بې تا به سترګې وچې کړم له نمه
په
ژړا ژړا مې لوند د سر بالښت شي
چې مې وښکې موج وهي د زړه له يمه
په
دا حال مې که ګزر په چمن وشي
مستغني به کړم ګلونه له شبنمه
که
په ورځې زيست روزګار کوم له خلقه
درسته شپه مې سروکار وي ستا له غمه
چې ښکاره په ډير وګړي کې ځان سيزي
راښکاره شوه د ستي انديښنه کمه
رګ
او پلی مې خالي نه دی ستا له درده
د پرهار غوندي خندا کړم له عالمه
لکه
کاڼی هر ذره له اوره ډک دی
هسې سوتر پایه ډک يم له المه
لا
يو داغ مې د زړه روغ نه وي بل کيږدي
آه فرياد د جدایۍ یې له ستمه
خلاص به نه شي په ژوندون عبدالقادره!
انديښنه یې شوه دې تا له عمره سمه