

عبدالقادر خان خټک
زه دې تل وينم د خوږ خاطر مرهمه
بې تا يو زمان خلاص نه يم له المه
په
راتله دې لکه ګل شګفته کيږم
بړبړ رایشه آشنا صبا قدمه
د
عيسی په دم به مړ سړی ژوندی شو
مړ زړه بيا مومي ژوندون د تا له دمه
د
مهجور تر زندګيه مرګ بهتر دی
که ستي یې ستي کيږې نه ده ګرمه
لکه
وار د ښادۍ ځي د غم هم درومي
په محنت کې زړه هرګز مه شه درهمه
د
يار غم په معنی غم نه دی ښادي ده
ما دې نه کاندي خدای خلاص د يار له غمه
د
دنيا دولت په مثل لکه باد دی
کله مخ کا کله څټ کاندي له همه
نه
خوښي کړم د احمق سړی له مدحې
نه مې زړه مومي اندوه د ده له دَمه
د
زلفينو تر حلقو د عذار وينم
که نسرين دې دی په زلفو کې صنمه
مګر
خدای عبد القادر چې په پيغور به
د زړه مينه کا له خپله ياره کمه