...

عبدالقادر خان خټک

محبت چې د مجنون په نامه ياد کړم
 لهغه پسه یې د يار په وصل بشاد کړم

خاص بنده خطاب یې هاله و ما راکړ
 چې د دوه کونو له بنده یې آزاد کړم

آیېنه له بد ګوهره کاڼی نه شي
 بهيوده و تيره دلو ته ارشاد کړم

چې مې ورکړه په مثقال په خروار اخلي
 زه به څرنګ خوشحالي په هسې داد کړم

د ګنډېر له بوټي کله څوک خواږه خوري
 د وفا اميد به څه له بدنهاد کړم

ګوندې بخت مې د دلبر د زلفو ږمنځ کا
 که فلک ټکړې ټکړې لکه شمشاد کړم

تا خوږ کړی يم هم ته به مې دارو کړې
 بې له تا به و نور چا و ته فرياد کړم

چې سحر سحر راځي د يار له لوريه
 د غمژن خاطر دمه په هغه باد کړم

خپل مراد مې د مراد ترمينځ حجاب شو
 نور به ترک عبد القادره خپل مراد کړم