

عبدالقادر خان خټک
له
دې پسه به و کُل هوس ته شا کړم
خو يک لخته به غمونه د آشنا کړم
پخپل
يار پسې به زه شم ليونيه
د دنيا و دانه خونه به تالا کړم
چې
په مرګ سره له چا نه جدا کيږي
په ژوندون به یې له ځانه زه جدا کړم
نه
به مخ په آیېنه بيا برابر کړم
نه به تور اوربل په ږمنځ سره صفا کړم
نه
به څڼې په فليل سره کړم غوړې
نه به نوره خوشبویي په ځان لګيا کړم
نه
به سترګې په رانجه کړم نه به پان خورم
نه به مُهر اويزان په اوربل بيا کړم
شرمنده
به په ماتم کې بنفشه کړم
په ماتم کې به نه دی غوندې خندا کړم
دواړه
سترګې مې دې ډکې شي په خاورو
د نرګس په دود که سترګې باغ ته وا کړم
لاس
وپښې مې د خپل غم په وينو سره شه
که به نور په لاس او پښو پوري حِنا کړم
اوږی طوق حمیل مې ځيل کړه خدای په غاړه
که یې بې ياره په غاړه دواړه بيا کړم
خال
مې داغ شه که په وچولي بيا کيږدم
سر مې پريوزه که به بیا په سر سرګا کړم
ګلګون
نمری مې لمبې شه چې پرې سوزم
که یې واغوندم، هوس کړم يا هوا کړم
هتوړی
مې شه وَ ښه که يې په لاس کړم
ځولنې مې شه پای زيب که یې په پا کړم
که
مې يار په مرګ بدرنګ کړه تورو خاورو
په ژوندون به بتر تر خاورو لا کړم
ستي
تيښت وکه له غمه ځکه سوزي
زه به ځان په غم تر عمره مبتلا کړم
راته
وايه دا بیان عبد القادره
چې د خوږو خاطر دمه په ویل ستا کړم
بيا بيا وايه دا غزل عبد القادره!
د غمژن خاطر دمه څه خو په دا کړم