...

عبدالقادر خان خټک

چې مې شا کړه و ښاديو و ته ښاد کړم
 چې د زړه مراد مې پريښ په مراد شوم

اوس له غمه نه کړم غم بې غمه ګرځم
 راضي مند چې د ازل د وېش په داد شوم

چې مې طمع د دنیا ورځنې پرې کړه
 هغه کس که کيکاوس زه کيقباد شوم

ځان بایزيد بولي کارونه د يزيد کا
 له شيخانو ځکه زه بې اعتماد شوم

خدای مې بيا پکې بندي مه کړه تر مرګه
 احتياج عظيم زندان و، ترې آزاد شوم

هم یې ځان له غمه خلاص کړم هم نيکنام شو
 ډير میېن په وروستي ضرب د فرهاد شوم

باد یې بوی عبد القادره! سحر راوړ
 شګفته لکه غنچه په دغه باد شوم