...

عبدالقادر خان خټک

درپسې مې خيژي دَم
له ما مه درومه يو دَم

زه مُرده، ته مې عیسی یې
 ژوندی کيږم ستا په دَم

د هجران غمونو خوښ کړم
 تر وجوده په عدم

چې دارو مې هرګز نه شي
 بد زحمت دی د ترم

ښه آدم تر فرښتو بِه دی
 تر دد بد دی بد آدم

و بيدارو په نصيب شو
 ښه دولت د صبح دم

خاورې شه عبد القادره!

 که پرې کيږدي يار قدم