...

عبدالقادر خان خټک

که غمونه د دې خپل زړګي ښکاره کړم
 لوی هلک به همه واړه په ناره کړم

دا ځل هسې هجران نه دی په ما کړی
 چې به نورې آشنايي دوباره کړم

د حسرت د اور بڅری راښکاريږي
 چې د شاه د تاج لعلونه ننداره کړم

چې پاره پاره زما د زړه په شان دی
 تسلي د زړه په ګل د هزاره کړم

که وصال مومم د يار په بې ننګي کې
 نام و ننګ به همه واړه آواره کړم

لکه غم د بختورو له خاطره
 قسمت هسې له ښاديو کناره کړم

که صبا د يار له کويه نګهت راوړي
 ګريبان به لکه ګل هسې پاره کړم

ساز ناساز د عالم اورم غوږ کاڼه کړم
 محبت عبد القادره! بيچاره کړم