...

عبدالقادر خان خټک

چې دا هسې ځو له باغه په شتاب ګل
 په بستر د راحت ځکه نه کا خواب ګل

د نسيم د تيز ګامۍ یې معلوميږي
 چې به ږدي قدم د تللو په رکاب ګل

چې زلفينې په عذارو خم په خم کا
 تر هر زخم لاندې یې وا شي د آفتاب ګل

پسِ شا یې لږ و ډېر د خوبۍ لاف وو
 رو برو کړ ستا رخسارو لا جواب ګل

چې ښکاره ورته سپين مخ لکه خورشيد کا
 هغه دم ورته پيشکش کا د مخ آب ګل

نور و پټ د سينې داغ لاله ښکاره کړ
 ګنې کوم د دې باغ نه دی دل کباب ګل

ګوندې عطر یې کا ښکلی په ځان پوري
 هم په دا اميد ځان وسوه د ګلاب ګل

د ريژون ويره کوه عبد القادره!

 ورځ په ورځ پژمرده کيږي د شباب ګل