...

عبدالقادر خان خټک

هيڅ خبر نه دی له حاله له احواله
 غم ښادي مومي سړی له خپله خياله

د محنت په تصور ملال غمژن شي
 د راحت په فکر مست ګرځي خوشحاله

بنديوان په بند بندي په خوب کې ويني
 چې بادشاه د ولديت يم بې زواله

تفريح کوم په باغ او په بوستان کې
هم بالينه مې دلبر پري مثاله

بادشاه پاس په تخت وده ويني په خوب کې
 چې بندي يم په زندان کې په څو کاله

وږی تږی خوارخته په بند کې پروت يم
 کم قوته، بې حجته، بې مجاله

هغه خوښ په هغه خوب کې دا دلګير وي
 د ويښوالي حال یې هير بې قيل وقاله

دا غافل عالم همه په خوب وده دی
 په قيامت به شي واقف له خپله حاله

دا دنيا په معنی شپه آخرت ورځ دی
 نيک او بد به جمله بيل شي بې اشکاله

د نسب د قبيلې پرسش به نه وي
 هر سړی به پوښتيده شي له اعماله

چې عمل یې د نيکی وي خوښ به اوسي
 د بدکار خلاصی به نه وي له تکاله

عارفانو ځکه هسې ورته شا کړه
 چې هوس د دنيا نه دی بې زواله

له هغې ښادۍ چې زر له سړی درومي
 په سل زر بخري غم ښه دی زما لاله

د دنيا مينه په زړه کې لوی جنجال دی
 خلاص کړه ځان عبد القادره له جنجاله