...

عبدالقادر خان خټک

سحر دا آواز مې غوږ يوست له بلبله
 ستا خندا په ژړا کښیستلم ګله

ښایسته د زمانې دنياپرست وي
 په کوڅه کې یې پل مه ږده بې پوله

په چغلي مې ستا په يار مينه زياتيږي
 څو د زړه هومره چغلي کوه چغله

ساقي می چې راکوې په قهقهه خانده
 زده کړه دا د صراحي یې له قُلقله

د ليدونيو په نظر کې تفاوت وي
 او که نه وي جز جدا نه دی له کله

په پريشانو انديښنو خاطر پريشان شي
 جمعيت مومي خاطر له توَکله

چې ستا مخ و ته حاضر وي ګل به ګوري
د هغه سترګې دې خدای نه کا بې ګله

د مجلس روښنایي ته یې، ته دې ناست یې
 کوم نقصان دی که سبا کړه ډيوه ګله

دا دنيا په مثال پل د آخرت دی
 تير شه زر عبد القادره له دې پله