...

عبدالقادر خان خټک

چې په سترګو چراغ وويني پتنګ
 څو و نه مري له ژوندونه وي په تنګ

د وصال په طمع زر ترسره تير شي
 بې جانانه ورته کال ښکاريږي درنګ

غوصان چې غواصي په درياب کې
 يا سر بایلي يا ګوهر راوړي په چنګ

نام و ننګ به صدقه د يار تر سر کا
 هر عاشق چې څه حيا لري څه ننګ

هغه يار بې رنګه ډېره لري رنګونه
 عاشقانو ته جلوه کا په رنګ رنګ

له يوه غمه لا خلاص نه وي بل راوړي
 نن مې زړه کاوه له سترګو سره جنګ

په دنيا کې اولياو ځان مخفي کړ
 په لنډۍ کې کله ځای شي د نهنګ

په اړخونو یې لک شوی غشی ښه دی
 نه چې کيني بدکاران د چا تر څنګ

د بزرګانو په مدد که چيري تير شي
 غاښي سخت لري، د وړاندې ټټو لنګ

د يار ياد لکه صيقل زړه پرې صفا کا
 آیېنې دې د خاطر ونيوه زنګ

شا ګدایې په اجل واړه برابر شي
 چې له تنه ځان د تلو وکا آهنګ

چې آخر احوال د واړو سره يو وي
 څه ناستی په تورو خاورو څه اورنګ

ډير یې تا غوندي ځار ګړي تر خپل سر دي
 دا دنيا لکه مچونوغزه ته یې سنګ

څه یې پاتو شي د وروستو څه به غم کا
 فراغت په وخت د کوچ درومي ملنګ

شهسواران عبد القادره تر تا تېر شول

 ته هم اوس کړه پسې ټينګ د يابو تنګ