...

عبدالقادر خان خټک

سر و مال مې شو تالا په تور د عشق
 لا مې نه دی لاړ له سره شور د عشق

بډایي د عاشقانو په پيغور ده
 ما منلی په تندي پيغور د عشق

د آياز تلی محمود کيښول په سترګو
 ننداره کړه ګوره زور و شور د عشق

څو د يار د قامت خيال یې سستي نه شي
 په نور څه به نه شي هسک نسکور د عشق

له اوله یې د شمعې لړمون وسوه
 لغه پسه پتنګ وسوه اور د عشق

په ګوګل کې مې زړه نه دی که باور کړې
 د صورت په خاورو پټ دی سکور د عشق

پياده پښې ایبلې ته د يار په لوري
 د مجنون غوندي به نه وي سور د عشق

که دا ځل د عشقه خلاص عبد القادر شي
 نوم به وانخلي په ژبه نور د عشق