

عبدالقادر خان خټک
چې
قانع په يوه څاڅکي شي صدف
قيمتي ګوهر یې ځي په هر طرف
که
عزت غواړي قانع پخپل قسمت شه
ورکړه لا که بزرګي غواړي شرف
بندول
د دنيا بند د جهنم دی
آزاده و ځکه کيښوله په کف
د
دنيا خلق مې وليده په سترګو
يو یې جمع په حرص کا، بل تلف
چې
ژوندون همېشه نشته په دا څه شق
په حشمت که سليمان شي يا آصف
د
سړي څربښت په علم په حکمت شي
د چارپايو څريدل وي په علف
که
ځوانمرد یې بل آزار مه کړه په ګلو
ځان د ښو د بدو تير ته کړه هدف
تل
له خدايه ترس کوه عبد القادره!
حق خایف ته دي ویلي لَا تَخَفْ