...

عبدالقادر خان خټک

چې آخر به ځنې درومي سينه داغ
 بيهوده باغبان نازيږي په دا باغ

چې داخل دی د دنيا په خرابات کې
 په وار وار به واړه څښي د مرګ اياغ

تش ساتل د ده نصيب نور به یې يوسي
 په دنيا دنيادار ولې کا دماغ

د بلبلو غونددي ګشت په ګلو نه کا
 په مرداره باندي ناست وي لکه زاغ

په طلب یې بادشاه ګرځي ګدا یې بيا موند
 که آرام که آسایش دی که فراغ

په لحد کې به د شمعې رڼا نه وي
 مګر يوسي درسره د آه چراغ

سرې سرې وښکې د مجنون دي څڅيدلې
 غوړېدلی لاله ګل نه دی په داغ

د نيستي په لاره ځه عبد القادره

 ګوندي بيامومې د يار د در سراغ