

عبدالقادر خان خټک
که
په کور کې دولت ډېر لري طامع
تر حساب تر شماره تېر لري طامع
خپل
ډېر لږ د بل لږ ډېر ورته ښکاريږي
زور قوت که زيات تر شېر لري طامع
بيا
یې نه موند هيڅ لذت له خپله عمره
خوږ ژوندون په ځان ګنډېر لري طامع
که ګنجونه د قارون ورته موجود شي
ګمان مه کړه چې زړه سېر لري طامع