...

عبدالقادر خان خټک

بې ما څوک زما له ياره مومي حظ
 ړانده کله له ګلزاره مومي حظ

د يار مخ دی منور د خدای له نوره
 کافر کله له ديداره مومي حظ

فقيرانو ته ښکاريږي سرې سکروټې
 دنيادار که له ديناره مومي حظ

طالبان د دنيا سپي، دنيا مرداره
 سپي هر کله په مرداره مومي حظ

نس مګس رياضت اور ورځني تښتي
 زړه پتنګ، پتنګ له ناره مومي حظ

په مجنون د هلکانو کاڼي ګل دي
 څو یې وولي، هومره واره مومي حظ

د آزار قدر د نورو څخه نشته
 عاشقان دې له آزاره مومي حظ

خاص الخاص عبدالقادره پرې پوهيږي

 عام به څه ستا له اشعاره مومي حظ