

عبدالقادر خان خټک
چې
صادر شو ستا له لوريه په ما خوار خط
له خاطره مې اندوه کړ تار په تار خط
معطر
له خوشبویې اهل مجلس شو
چې مې وا کړه لفافه د عنبر بار خط
په
تحقيق چې نيم ديدن ور لره يوسي
له هيواده چې يار وکاندي په يار خط
سبزه
نه ده چې مزکه زرغونه شوه
دا د خپلو راتلو راستوه بهار خط
حسن
خط د ويزاری ومخ ته ورکړه
چې ښکاره شو په غدارو د نګار خط
هيڅ
زنګي به یې په هيڅ رومي و نه کا
لکه کاندي په سپين مخ باندې ناتار خط
ستا
د شونډو مهره څوک واخلي دلبره!
چې ترې پريوت چاپيره لکه تور مار خط
د
ښایست آفتاب یې پټ شو ليدی نه شي
چې یې پاسيده په مخ لکه غبار خط
د ده کبر ستا اندوه یې له زړه کم کړ
منت کړه عبد القادره په تا بار خط