

عبدالقادر خان خټک
ته
ور درومه خپل هوا کوه هوس
تر هغه چې دې پخوا کړه يو په لس
له
ازله غم زما د زړه نصيب دی
چې خلاصی مې ځنې نه شي يو نفس
ګله!
تا دې خدای تازه لري په باغ کې
اور په بخره د اغزيو وي د خس
ما
ژوندون د محبت له اوره بيا موند
ځکه سوزم په اختيار لکه ققنس
چې
خپل زړه راځنې ځي نيوی یې نه شم
ستا په زړه به څرنګ مومم دسترس
ساقي
زه د صافو میېو لایق نه يم
هزار شکر که داد وکړې یو بکس
په
سرو شونډو یې تور خال دی چې ښکاريږي
که دا نښتی دی په شونډو کې مګس
که
وصال عبد القادره د يار غواړې
يو قدم په دنيا کښيږده بل په نس