

عبدالقادر خان خټک
راته
څه وایې چې «وايه» زړه دې چا يوړ؟
بې تا څوک دی ما ليدلی وايه «ما يوړ»؟
په
ژړا ژړا مې زړه له کښليو خلاص وو
په خندا خندا یې نن راڅخه بيا يوړ
دلبرۍ
ته په ښکاره درځم زاهده!
بيا به وایې چې یې زړه زما په غلا يوړ
شيرين
ځان شيريني ځار تر خپل میېن کړ
په دا کار یې ګوی له کښليو د وفا يوړ
له
اجله یې هورې خلاصی ونشه
ځان ادريس له مزکې پاس که په سما يوړ
د
باد وړيو څوک پوښتنه کا چې څه شو
بيا په بخت په لاس کښېوزي چې هوا يوړ
چې
دنيا یې پخپل ځان باندې تنور کړه
و فلک و ته یې ځکه مسيحا يوړ
په بوسه مې یې خاطر چيرې ښه نه کړه
دا ارمان عبد القادر به ما په خوار يوړ