...

عبدالقادر خان خټک

سږ دې بيا هجرانه ډير عالم په غم کړ
 کور په کور دې په دې ملک نوی ماتم کړ

چې څو کاله مې ټول کړی په خواری وو
 هغه عيش دې په غم بدل په دم کړ

له پيچوني دې د غم سواره ښکاره شول
 د هوس لښکر دې درست درهم برهم کړ

تور لوګی د آه له هره ځايه خيژي
 رڼا ورځ دې په عالم  باندې تورتم کړ

لکه تا کړه د اميد غنچه سږ تویه
 خزان کله په ګلونو دا ستم کړ

بلبلان یې له فراقه په نارو شول
 له دې غمه دې د سروې ګردن خم کړ

سن زر سل د جدایۍ څوارلس د پاسه
 دا غزل مې په بیاض  باندې رقم کړ

نور به څه عبد القادر له چا خندا کا

 تا سږ کال د آشنایۍ قدر کم کړ