

عبدالقادر خان خټک
چې
یې زړه زما سوری د عشق په تير کړ
تر هغه سوري مې مخ د آشنا ځير کړ
ستا
د مخ آفتاب پرې وخوت پرې رڼا شوه
چې یې ستا په تورو زلفو کې شبګير کړ
له
هوسه په خندا په شا ولاړه
سخندانو چې ګل ستا د مخ نظير کړ
چې
مې زړه د يار په وصل کې خوشحال و
يو په سله تر هغه هجران زهير کړ
له
دې اوره سوزان اور د بيلتانه دی
ځکه ځان هندوی سولو و ته خير کړ
په
سپين مخ باندې یې خط دی چې ښکاريږي
که یې شونډو ته ميږيو جوړ بهير کړ
نامراد
چې مراد پريښه په مراد شه
بې خبر یې بې خبری په حال خبير کړ
بې
محنته راحت نشته په دنيا کې
خوشحال نصيب د چا چې یې دلګير کړ
له هجرانه به څه ډار عبد القادر کا
چې یې خيال د يار د مخ په زړه تصوير کړ