

عبدالقادر خان خټک
يار
هغه چې ګهی مهر کا ګاه قهر
کله کله نوشدارو شي کله زهر
ګاه
باران شي د ژوندون اوبه کا توی
ګهی اور شي لولپه کا تمام ښهر
که
دا هسې يار مونده شي په طلب کې
سستي مه کړه هم یې پټ غواړه هم جهر
شپه
او ورځ آه و فرياد سوز و ګداز کړه
له هجرانه روان کړه د سترګو نهر
و عاشق
ته د يار غم هرګور ارزان دی
که مونده شي په تمام هوس د دهر
ګوره
څوک عالم به ورک څوک به خراب کا
لور په لور د فتنو سيند وواهه نهر
د
زړه باز به دې هاله د فکر ښکار کا
که بيدار وي په وروستي په وړومي پهر
که
هر څو عاقل هوښيار، خو ليونی شي
چې په خوب کې ورښکاره شي پرې چېر
په
ارمان په حسرت لاړل له جهانه
که پرويز وو که دارا که منوچهر
د زوال ويره کوه عبد القادره
په لويۍ یې غلط مه شه د سپهر